ننګرهار -- خامه پرېس راپور ورکړ، چې یو ځانمرګی بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۷مه/ په جلال اباد کې خپل هدف ته له رسېدلو څخه مخکې ووژل شو.
ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د بمي بریدګر چاودېدونکي مواد د ننګرهار ولایت په مرکز کې هغه وخت وچاودېدل چې امنیتي ځواکونو هغه تعقیب کړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې یو بل کس هم ووژل شو.