افغان عالمانو د کابل برید 'ډارن عمل' وباله

سلام ټایمز

کابل -- باختر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۳ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د عالمانو عمومي شورا، وروسته له هغه، چې طالبانو په کابل کې په انټرکانټیننټل هوټل د مرګوني برید مسؤلیت پرغاړه واخیست، اعلام کړه چې دغه ډله د هېواد دښمنان دي.‌

طالب اورپکو پر دغه پرتمین هوټل د شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۰ مه/ برید وکړ،او لږ تر لږه ۱۹ تنه ملکي کسان یې ووژل.

شورا د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، «د افغانستان د عالمانو عمومي شورا دغه وحشیانه برید په کلکه غندي، او دښمنان باید پوه شي چې هغوی به د داسې بې غیرته عملونو په ترسره کولو سره خپل هدفونه ترلاسه نه کړي،»

اعلامیه وایي، دغه برید نه له انساني پلوه د توجیه وړ دی او نه له اسلامي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500