هوایي بریدونو په پکتیکا کې ۶۵ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

پکتیکا -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۳ مه/ راپور ورکړ، چې په پکتیکا ولایت کې د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰ مه) په دوه جلا هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه طالب اورپکي ووژل شول.‌

د ولایت امنیه قوماندان محمد عظیم هاشمي وویل، «بهرنیو ځواکونو په برمل ولسوالۍ کې یو هوایي برید وکړ چې په کې ۱۳ تنه طالبان او د ترابي په نامه یو قوماندان ووژل شول،»

هغه وویل، د بهرنیو ځواکونو له خوا په یوه بل ترسره شوي برید کې په نېکه ولسوالۍ کې ۵۰ تنه طالب اورپکي ووژل شول.‌ ۶۵ وژل شوي اورپکي په هغه شمېر کې نه دي شامل چې هاشمي وړاندې کړ.‌

طالبانو دغه ادعاوې رد کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500