هوایي برید د افغانستان - پاکستان په سرحدي سیمه کې د حقاني شبکې قوماندان وواژه

ای اېف پي

پېښور-- پاکستاني چارواکو وویل، چې د طالبانو د اړوندې حقاني شبکې د متوسطې سطحې یو افغان قوماندان د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۴ مه/ د پاکستان په قبایلي سیمه کې د ایتلاف په یوه هوایي برید کې ووژل شو. دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې افغان مقاماتو په حقاني شبکه د کابل پر یوه پرتمین هوټل د برید پړه ور واچوله.

دغه د سهار وختي برید له افغان پولې څخه ۵۰ کیلومتره لیرې په فاټا (د فدرال له خوا اداره کېدونکیو سیمو) کې د کورم ایجنسۍ په مموزي کلي کې وشوه.‌

په کورم کې یوه جیګپوړي چارواکي ای اېف پي ته وویل،‌ د ایتلاف الوتکې یو میزایل پر یوه کلا، چې دوه کوټې یې لرلې وار کړ، چې قوماندان یې وواژه او وداني یې ویجاړه کړه.‌

چارواکي وویل، «په نتیجه کې، یو شخص،‌چې نصیر محمود نومېده او د احسان الله خوریا په نامه یادېده او د عقیل محمد زوی وو، ووژل شو،» هغه وویل چې محمود یو افغان تبعه او «د حقاني شبکې د متوسطې سطحې یو قوماندان» وو.‌

حقاني ګروپ ته نژدې یوې سرچینې تایید کړه چې لږ تر لږه یو د متوسطې سطحې افغان قوماندان ووژل شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500