د افغان طالبانو د قطر دفتر تاییدوي چې ملګري یې د سولې د خبرو لپاره پاکستان ته تللي دي

پاکستان فارورډ

اسلام اباد -- ډیلي ټایمز د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۴ مه/ راپور ورکړ، چې په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۳ مه/ په پاکستان کې د سولې د پروسې په هکله وروستۍ خبرې اترې تایید کړې.

پخوا داسې راپورونه ورکړل شوي ول، چې له یاد دفتر څخه ۵ سیاسي مذاکره کوونکي د روانې میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته تللي چې د سولې په هکله خبرې اترې وکړي.‌

خبرپاڼه وایي، «د پاکستان د وړاندیز په اساس، د طالبانو سیاسي دفتر یو پنځه کسیز هیئت پاکستان ته ولېږه چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي،»‌

خبرپاڼه زیاتوي، په هیئت کې مولوي شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم، محمد سهیل شاهین، جان محمد مدني او قاري دین محمد شامل ول.

خبرپاڼه وایي، «هیئت د افغان شخړې د سیاسي حل په هکله خپل وړاندیزونه له پاکستاني لوري سره شریک کړل او د پاکستاني لوري نظرونه یې واورېدل. وروسته، هیئت په افغانستان کې د طالبانو مشران د پاکستان، چین، قطر او نورو هېوادونو له چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو له جزیاتو څخه خبر کړل،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500