ننګرهار -- چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو ممکنه ترهګریز پلان شنډ کړ.
د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۵ مه/ پر فیسبوک وویل، چې مشکوک طالب، چې نوم یې اسرارالله ښودل شوی دی، د استخباراتي فعالانو له خوا په داسې حال کې نیول شوی چې هڅه یې کوله چې د ننګرهار ولایت مرکز د یوې ممکنه حملې لپاره درنې وسلې انتقال کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مشکوک کس په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.