د طالبانو راکټ په غزني کې د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل

سلام ټایمز

غزني - د ولایت امنیه قوماندانۍ د جمعې په ورځ /د سلواغې ۶ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په غزني ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وروسته له هغه ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول چې د طالبانو یو راکټ په یوه کور ولګېد.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د غزني ښار په لمنو کې په قره باغي کلي کې رامنځته شوه.

خبرپاڼه وایي، چې طالب اورپکو دغه راکټ په دې نیت وار کړی وو چې هغو افغان عسکرو ته مزاحمت جوړ کړي چې په سیمه کې یې عملیات ترسره کول.

طالبانو د پېښې له مسؤلیت منلو څخه انکار کړی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500