د ایتلاف هوایي برید په غزني کې ۲۶ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱/ راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۲۶ تنه طالب اورپکي ووژل.

د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، چې دغه هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۳۰ مه/ په اندړ ولسوالۍ کې د اورپکو د یوه ملاقات په ترڅ کې ترسره شو.‌

د راپورونو له مخې، له ۲۰ څخه ډېر اورپکي ټپیان شول.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500