سرتېرو په فاریاب کې د طالبانو مهم قوماندان وواژه

سلام ټایمز

فاریاب -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د یوه کمین په ترڅ کې د طالبانو یو جیګپوړی قوماندان وژلی دی.

د افغان ملي اردو چارواکو وویل، چې د ملا یارمحمد په نامه د طالبانو یو قوماندان او د هغه یو ملګری د چارشنبې په ورځ ناوخته /د جنورۍ ۳۱ مه/ په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ووژل شول.

چارواکو وویل، چې امنیتي منسوبینو له دغو اورپکو څخه دوه ای کی-47 کلاشینکوفونه او یو موټرسایکل ضبط کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500