کابل -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۲ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو په کندهار ولایت کې د یوه عملیات په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ تنه طالب اورپکي وژلي دي.
د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه هوایي او ځمکني عملیات د میوند ولسوالۍ په عثمانخېل، محمدخېل، چولاک او اخترخېل کلیو کې ترسره شول.
په اعلامیه کې راغلي، چې ۳۲ تنه نور اورپکي ونیول شول.
اعلامیه زیاتوي چې ځواکونو د بمونو جوړونې یو مرکز، چې ۳۰ بمونه په کې ول، ویجاړ کړ.