افغان او پاکستاني چارواکي د ګډو کاري ګروپونو لپاره په کابل کې سره ګوري

سلام ټایمز

اسلام اباد -- ډان راپور ورکړ، تمه ده چې د بهرنیو چارو د وزیرې تهمینې جنجوعې په مشرۍ یو پاکستانی هیئت د شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۳ مه/ کابل ته ورسېږي او په هغو کاري ګروپونو کې، چې یو شمېر مسایل تر پوښښ لاندې نیسي، برخه واخلي.

پاکستاني لوري وړاندیز کړی چې پنځه داسې ګډ کاري ګروپونه جوړ کړای شي چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ، د کډوالو د راستنولو او اقتصاد په برخو کې کار وکړي.‌ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل،‌ چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه،‌ د استخباراتي معلوماتو شریکول او پوځي مسایل به هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.

دا د ګډو کاري ګروپونو لومړۍ کتنه ده.‌

ویاند یادونه وکړه، چې دغه سفر وار له مخه ترتیب شوی وو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500