د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار کې د داعش ۲۵ ترهګر ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو د دفتر له خوا د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶ مه/ په فیسبوک د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې ۲۵ تنه غړي ووژل.

د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو وویل، چې دغه هوایي بریدونه د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵ مه/ د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې ترسره شول.

افغان ملي اردو زیاته کړې چې په بریدونو کې د اورپکو اړوند وسلې ویجاړې کړای شوې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500