افغان حکومت د کابل لپاره نوی امنیتي پلان تصويب کړ

سلام ټايمز

کابل -- د افغانستان ولسمشریزې ماڼۍ په خبرپاڼه کې وويل، افغان حکومت د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۴ مه) د هېواد د پلازمېنې لپاره نوی امنیتي پلان تصویب کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا امنيتي پلان د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ کې د لوړ پوړو دفاعي او امنیتي چارواکو په غونډه کې تصویب کړی شو.

د دغه خبر پاڼې له مخې، په دې پلان کې د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې همغږي زياتول او د امنیتي ځواکونو وړتیا ښه کول شامل دي؛ په دې پلان کې به د پلازمينې مهمو برخو ته په مناسب ډول پرسونل ورکړل شي او اصلاحات به پلي کړې شي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، لوړ پوړو امنیتي چارواکو ته امر ورکړی شوې چې دا پلان عملي کړي او په راتلونکو لسو ورځو کې خلکو ته راپور وړاندې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500