په هلمند کې د طالبانو د ډلې یو غړی، چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي، تسلیم شو

سلام ټایمز

هلمند -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷ مه/ راپور ورکړ، چې د طالبانو یو غړی، چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي، په هلمند ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه روزل شوي بمي برید کوونکي ته حکم شوی وو چې په لښکرګاه کې ځانمرګی برید وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه دا کار ونه کړ او ځان یې پولیسو ته تسلیم کړ.‌

له دې نه جلا، د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶ مه/، افغان امنیتي ځواکونو یو احتمالي ځانمرګی بمي بریدګر مخکې له دې وواژه چې هغه د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې یو موټربم وچوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500