کابل -- د ملي امنیت د ریاست فیسبوک پاڼې د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷ مه/ لیکلي، چې د یادې ادارې منسوبینو یو موټر، چې چاودېدونکي مواد په کې بار ول، په کابل کې ونیو.
د ملي امنیت ریاست وویل، په دغه موټر کې ۲ ټنه چاودېدونکي مواد بار ول، او زیاتوي، «ترهګرو غوښتل چې دغه چاودېدونکي مواد پروان ولایت ته انتقال کړي... چې د ځانمرګو واسکټونه او د سړک د غاړې بمونه ترې جوړ کړي.»