د کابل پر پوځي اکاډمۍ له برید څخه وروسته امنیتي چارواکي له کاره ګوښه کړای شول

سلام ټایمز

کابل -- د ای اېف پي د راپور له مخې، ولسمشر اشرف غني د روانې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې په مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ د یوه مرګاني برید له امله د اردو ۷ جیګپوړي افسران له دندو ګوښه کړل.‌

د سلواغې د ۹ مې په یوه برید کې، چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، پنځو ترهګرو په اکاډمۍ برید وکړ، او ۱۱ تنه پوځي منسوبین یې ووژل.پنځه واړه بریدګر ووژل شول.‌

د ولسمشر رسمي ټوېټر اکاونټ د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷مه/ وویل، چې یوې څېړنې وموندله چې «د دوه جنرالانو په شمول ۷ جیګپوړو افسرانو په خپلو وظیفو کې غفلت کړی دی.‌ ټول اوه واړه له کاره ګوښه او د نورو څېړنو لپاره راجع کړای شوي دي،»‌

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي دغه له کاره ګوښه کېدنې تایید کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500