د القاعدې اړوند مشکوک، چې په افغانستان کې یې روزنه ترلاسه کړې وه، په متحده ایالاتو کې ونیول شو

ای اېف پي

واشنګټن -- امریکایي چارواکو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷ مه/ وویل، چې هغوی د سعودي یو اوسېدونکی، چې له اوږدې مودې راهیسې په اوکلاهوما کې اوسېده او په افغانستان کې یې له القاعدې سره روزنه اخیستې وه، نیولی دی.‌

د عدلیې وزارت وویل، چې نایف عبدالعزیز الفلاج، چې ۳۴ کاله عمر لري، په ۱۳۷۹ کال کې غوښتنلیک ورکړی وو چې په افغانستان کې د القاعدې اړوند الفاروق جهادي کمپ کې، چې د سپتمبر د ۱۱مې ګڼ شمېر تښتونکي په کې روزل شوي ول، وروزل شي.

الفلاج د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶مه/ د اوکلاهوما په ویدرفورډ کې ونیول شو، او د دوه ځلې جعلي وېزې لرلو، له القاعدې سره د خپل ارتباط لرلو په هکله د راپور نه ورکولو، او له افراطي ګروپ سره د خپل تېر وخت په هکله اېف بي آی ته د دروغ ویلو په جرم محکوم شو.‌

هغه د دغه هر ځل جرم له امله له ۱۰ کاله حبس سره مخامخ دی.

د عدلیې وزارت وویل، چې الفلاج په ۱۳۹۰ کال کې په غیرمهاجر وېزه باندې متحده ایالاتو ته راغی، چې له خپلې ښځې سره یې، چې محصله وه، سفر کاوه. په ۱۳۹۵ کال کې هغه د اوکلاهوما د الوتنې په ښوونځي کې د پیلوټۍ درسونه وویل.

هغه په وروستیو کې هغه وخت کشف شو چې څېړونکیو د هغه ۱۵ د ګوتو نښې، چې په داسې یوه سند لګېدلې وې چې د متحده ایالاتو اردو په ۱۳۸۰ کال کې په افغانستان کې د القاعدې له یوه کمپ څخه ترلاسه کړی وو، د متحده ایالاتو په رسمي ریکارډونو کې د هغه د ګوتو له نښو سره برابرې شوې.‌

دغه سند الفاروق کمپ ته شوې یوه عریضه وه چې په سعودي عربستان کې د عاجل تماس یو ټیلیفون نمبر چې د الفلاج د پلار وو پرې لیکل شوی وو.‌

په هغه جهادي روزنیز کمپ کې د نوموړي له موجودیت څخه پرته، چارواکو د الفلاج او د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د برید، چې له ۱۵ څخه تر ۱۹ پورې سعودي عرب په کې دخیل ول، تر منځ د کوم ارتباط ادعا نه ده کړې.‌

د هغوی له ډلې څخه څو کسانو د خپل برید له ترسره کولو څخه مخکې په متحده ایالاتو کې د الوتنې روزنه ترلاسه کړې وه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500