افغان هوایي ځواک د طالبانو پر ضد د لېزر په وسیله د رهبري شویو بمونو استعمال پیلوي

سلام ټایمز

کابل -- په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځ یوه جیګپوړي جنرال د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۸مه/ وویل، چې افغان هوایي ځواک پلان لري چې په نژدې راتلونکي کې د طالبانو په پټنځایونو باندې د لېزر په وسیله د رهبري شویو بمونو غورځول پیل کړي.‌

په افغانستان کې د ۹م هوایي او د فضایي چټک وظیفوي ځواک قوماندان تورن جنرال جېمز هېکر له کابل څخه د ټیلي کانفرانس له لارې په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، «اوس د ای - ۲۹ درې تنه پيلوټان روزل شوي چې کولی شي د لېزر په وسیله رهبري شوې وسلې وار کړي. لومړی په ډسمبر کې په روزنه کې وار کړای شو، چې طالبان وکولی شي چې په راتلونکي کې د هغوی په پټنځایونو باندې د بمبار د باران په تمه واوسي،»‌

د هېکر په وینا، افغان هوایي ځواک هر ضروري ګام اخلي چې خپل ملکي خلک خوندي کړي.‌

هغه زیاته کړه،‌ «مونږ به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو چې په تر ټولو ډېره ممکنه طریقه له افغانستان څخه دفاع وکړو،»

هغه وویل، «په ۲۰۱۷ کې، افغان هوایي ځواک نژدې ۲۰۰۰ عملیاتي الوتنې، یا ۴۰ بریدونه کړي -- او دغه عملیاتي الوتنې یې هره اونۍ کړي، چې د اکتوبر په میاشت کې یې په یوه اونۍ کې د ریکارډ په کچه خواوشا ۸۰ ماموریتونه ترسره کړي دي،»

د هېکر په وینا، دا د ایتلاف د الوتکو له خوا د ترسره کېدونکیو بریدونو خواوشا دوه برابره بریدونه دي، چې په اونۍ کې نژدې ۲۵ بریدونه ترسره کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په نظر، هغه لاره چې طالبان پرې حمایه کیږي باید بنده کړای شي. سربېره پر دې، د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو حکومتي ادارو کې د طالبانو لوی حامیان باید په قانوني توګه تعقیب کړای شي.

ځواب ورکړئ