اسلام اباد -- ایکسپرېس ټریبیون د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۹ مه/ راپور ورکړ، چې افغان پلاوی اسلام اباد ته ورسېد چې د امنیتي او اقتصادي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړي.
دغه پلاوی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت کرزی یې مشري کوي، به د فبرورۍ په ۹ - ۱۰مه د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان - پاکستان د عملي پلان په هکله د خبرو اترو په دویم پړاو کې برخه واخلي.
دا ګډ پلان د ترهګرۍ ضد همکارۍ، سولې او پخلاینې، د افغان کډوالو د راستنولو او اقتصادي پراختیا په څېر مسایل پوښي.
یوه جیګپوړي پاکستاني پلاوي، چې د بهرنیو چارو وزیرې تهمینې جنجوعې یې مشري کوله، د روانې میاشتې په لومړیو کې له کابل څخه لیدنه وکړه او د یاد پلان په هکله یې خبرې اترې وکړې.