پاکستاني طالبانو د خپلې ډلې د مرستیال 'سجنا' مړینه تایید کړه

سلام ټایمز

پېښور -- اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړ، چې تحریک طالبان پاکستان د دوشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۲ مه/ د خپل مشر د مرستیال خان سید محسود مړینه تایید کړه.

د تحریک طالبان پاکستان په وینا، محسود، چې په سجنا هم مشهور وو، د فبرورۍ په ۸ مه په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

د ګڼو پاکستاني استخباراتي سرچینو په وینا، دغه هوایي برید د افغانستان د جنوبي ولایت پکتیکا په برمل سیمه کې وشو چې د سجنا یو وراره او دوه ساتونکي یې هم ووژل.

سجنا، چې د تحریک طالبان پاکستان د محسود ډلې مشري یې کوله، د ۲۰۱۳ په می کې د ولی الرحمان له مړینې څخه وروسته د ګروپ مرستیال شو.

خو د هغه ډله د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکیم الله محسود له مړینې څخه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې جلا شوه. د ۲۰۱۷ په فبرورۍ کې، تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې یاده ډله بېرته له اصلي ګروپ سره یوځای شوې ده.

د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند وویل، مفتي نورولي محسود د محسود ډلې سرپرست رییس او د تحریک طالبان پاکستان مرستیال ټاکل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500