بدخشان -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۳ مه/ په فیسبوک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو په بدخشان ولایت کې لږ تر لږه ۲ تنه طالب اورپکي ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.
د خبرپاڼې په اساس، اورپکو ته تلفات د سې شنبې په ورځ په جرم ولسوالۍ کې د توپچي بریدونو او له افغان ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې ور واوښتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې یو کس تاجک دی.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.