امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د لوجیستیک مشر ونیو

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۳ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو په ننګرهار ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې یو مهم غړی نیولی دی.

د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې مشکوک کس، چې د ذبیح الله په نامه یاد شوی دی، په جلال اباد کې ونیول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ذبیح الله په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې داعش ته د لوجیستیکي مرستې برابرولو مسؤل وو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې هغه د تېر کال په ترڅ کې له ننګرهار څخه کونړ ته د وسلو په انتقال اعتراف کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500