کندوز-- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۱۴ مه/ وویل، افغان هوایي ځواک په کندوز ولایت کې د طالبانو پر پټنځایونو یوه سلسله هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د اېم ډي - ۵۳۰ هیلیکوپترو په مرسته په قلعه زال ولسوالۍ کې ترسره شول.
قول اردو ویلي، یو اورپکی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
د خبرپاڼې په اساس، دغو بریدونو همدارنګه یو موټر او دوه موټرسایکلونه ویجاړ کړل.