کابل -- ولسمشر اشرف غني له افغانستان څخه د شوروي عسکرو د وتلو ۲۹ مه کلیزه ولمانځله، او هغو افغانانو ته یې، چې د شوروي اشغال په ترڅ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، ښې پېرزوینې وړاندې کړې.
پخواني شوروي اتحاد د ۱۹۸۹ د فبرورۍ په ۱۵ مه له افغانستان څخه د خپلو عسکرو بشپړ اخراج په رسمي توګه اعلان کړ.
د یرغل په ترڅ کې، چې د ۱۹۷۹ په ډسمبر کې پیل شو، میلیونونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او میلیونونه نور بهرنیو هیوادونو ته کډه شول.
غني د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۵ مه/ په یوه ټویټ کې د کلیزې د لمانځلو په مناسبت وویل، «د فبرورۍ ۱۵ مه د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پای ښیي. له دغه تجاوز راهیسې، افغانانو د ژوند او شتمنۍ غټې قربانۍ ورکړې،»
هغه وویل، «زه د شوروي پر ضد د جنګ کولو له امله افغان ولس او هغو کسانو ته، چې د اخراج پر وخت او ترې راوروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ښې پېرزوینې وړاندې کوم،»