ننګرهار-- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۰ مه/ راپور ورکړ، چې داعش په ننګرهار ولایت کې له دوه سړیو څخه سرونه پرې کړل.
داعش ادعا وکړه چې له یادو دوه کسانو څخه دوی سرونه پرې کړي او د هغوی عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل.
داعش وویل، یوه سړي، چې ضابط نومېده، له طالبانو سره اړیکې لرلې، په داسې حال کې چې بل، عبدالسلام نومېده، او د کابل لپاره یې جاسوسي کوله.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.