لغمان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۹ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو هغه ۳۰ کسان، چې اورپکو په لغمان ولایت کې بندیان کړي ول، وژغورل.
د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبینو دغه توقیف خونه د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۸ مه/ په الینګار ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې کشف کړه.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه اورپکي ووژل شول.
هغه وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منسوبینو همدارنګه یو شمېر اورپکي ونیول.