فراه -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې د سړک د غاړې یوه بم په فراه ولایت کې د طالبانو د 'نظامي کمېسیون' لږ تر لږه ۴ غړي ووژل.
د ولایت امنیه قوماندان وویل، په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله هغه وخت وچاودېده، چې یو موټر چې اورپکي په کې سپاره ول، په اناردره ولسوالۍ کې له سیمې څخه تېرېدله.
د پولیسو په وینا، په چاودنه کې د طالبانو یو قوماندان، چې د ګل اغا په نامه یاد شوی دی، ووژل شو.
طالب اورپکو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.