زابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې په زابل ولایت کې د سړک د غاړې یوه بم د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۲ مه/ یوه ښځه ووژله او دوه نور افغانان یې ټپیان کړل.
د ولایت امنیه قوماندان غلام ګیلاني وویل، چې د مسافرو یو موټر د سیوري ولسوالۍ په کم کارېز سیمه کې په یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله وخوت.
هېڅ ګروپ د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.