د افغان هوایي ځواک برید په سرپل کې ۶ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

سرپل -- پژواک خبري اژانس د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۲۳ مه/ راپور ورکړ، چې د افغان هوایي ځواکونو یوه برید په سرپل ولایت کې لږ تر لږه ۶ تنه طالب اورپکي ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وویل، دغه برید، چې له سرپل ښار سره نژدې په نیمدان سیمه کې ترسره شو، د ملا اسماعیل او قاری سمیع الله په نومونو د اورپکو دوه تنه قوماندانان ووژل.

د وحدت په وینا، له هوایي برید څخه وروسته، افغان امنیتي ځواکونو د افغان ملي اردو یو کمانډو چې طالبانو تښتولی وو، وژغورو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500