د ایتلاف هوایي برید په لغمان کې ۳ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۵ مه/ په لغمان ولایت کې لږ تر لږه ۳ تنه اورپکي ووژل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوایي برید په الینګار ولسوالۍ کې وشو.

برید د اورپکو د یوه ځایي قوماندان په شمول درې تنه نور اورپکي ټپیان کړل.

چارواکو وویل، چې د ملکي تلفاتو په هکله هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500