پکتیکا -- د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک یوه برید د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۵ مه/ په پکتیکا ولایت کې لږ تر لږه ۳ تنه طالب اورپکي ووژل او د هغوی موټرې یې ویجاړې کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان هوایي ځواک دا برید په ګومل ولسوالۍ کې ترسره کړ، او ملکي خلکو ته یې هېڅ تاوان ونه رساوه.