د مرکزي قوماندانۍ قوماندان: پاکستان باید د اورپکو پر ضد 'قاطع عمل' وکړي

سلام ټایمز

واشنګټن ډي سي -- د متحده ایالاتو یوه جیګپوړي جنرال د سې شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۷ مه/ وویل، متحده ایالات تمه لري چې پاکستان د طالبانو او د حقاني شبکې د غړو پر ضد، چې د دغه هېواد له خاورې څخه فعالیت کوي، قاطع عمل وکړي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټېل د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وویل، د اورپکو د بېلابېلو ګروپونو غړي او مشران «په پاکستان کې پناه اخیستلو ته دوام ورکوي»، او دا داسې یو حالت دی چې سیمه ییز امنیت ګډوډوي او د امریکايي کارمندانو ژوند او د متحده ایالاتو ګټې ګواښي.

ووټېل زیاته کړه چې هغه اوس اوس د پاکستاني نظامیانو له خوا «مثبتې نښې» لیدلي دي.

«هغوی د خپلو ارتباطاتو له لارې، د ځینو هغو چارو په هکله مونږ ته راپورونه راکوي چې هغوی یې په ساحه کې کوي... هغه له هغه قاطع عمل سره برابر نه دي چې مونږ غواړو چې هغوی یې په ستراتیژیکه توګه ترسره کړي، خو هغه مثبت شاخصونه یا نښې دي، او هغه مونږ ته دا هیله راکوي چې زمونږ طریقه صحیح ده.»

ووټېل زیاته کړه، له پاکستان سره ګډ کار په افغانستان کې، چېرې به چې زرګونه اضافي امریکایي عسکر په دې پسرلي کې د افغان سیالانو روزل پیل کړي، په ۱۶ کلن اوږده جنګ کې د بریا ترلاسه کولو لپاره مهم دی.

د مرکزي قوماندانۍ جیګپوړي قوماندان د پاکستان له خوا «د القاعدې د ډېر کمزوري کولو په برخه کې د مرستې کولو او د داعش پر ضد د جګړې په شمول، د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ» ومنلې.

هغه زیاته کړه، چې هغه هره ورځ له خپل پاکستاني سیال سره خبرې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500