په هلمند کې جرمنی تبعه، چې له طالبانو سره یې د سلاکار په توګه کار کاوه، ونیول شو

ای اېف پي

کندهار-- چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۰ مه/ وویل، چې افغان کمانډو یو جرمنی تبعه، چې په هلمند ولایت کې یې له طالبانو سره د سلاکار په توګه کار کاوه، ونیو.

چارواکو وویل، د کمانډو سرتېرو، چې د هوایي ځواک مرسته ورسره مله وه، دغه سړی او دوه نور کسان د دوشنبې په ورځ /د کب ۷ مه/ په ګرېشک ولسوالۍ کې د طالبانو د ماینونو جوړونې په یوه مرکز د حملې په ترڅ کې ونیول، او زیاته یې کړه چې هغه لومړی کمپ بسچن او بیا کندهار ته بوتلل شو.

ولایتي چارواکو او افغان اردو وویل، چې دغه سړی، چې ځان د عبدالودود په نامه یادوي او په اخیستل شوي عکس کې یې ښکاري چې یوه توره پګړۍ یې په سرده او اوږده سوربخنه ږیره لري، ځان د جرمني د فرانکفورت استوګن معرفي کړی او په جرمني ژبه خبرې کوي.

د افغان ملي اردو د ۲۱۵مې قول اردو یوه ویاند عبدالقدیر بهادرزي وویل، چې هغه په هلمند کې د طالبانو ځانګړي «سره واحد» قوماندان مولوي ناصر سره د سلاکار په توګه کار کاوه. د محلي پولیسو یوه مشر دغه ادعا تایید کړه.

دغه ډول واحدونه د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو په توګه کار کوي او په افغان اردو او پولیسو باندې یې ډېر بریدونه ترسره کړي دي.

بهادرزي د پنجشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل چې دغه سړی څه پېژندپاڼه یا پاسپورټ نه لري. په کابل کې جرمني چارواکو سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.

دا سړی یو له هغو څو اروپایانو څخه دی چې د ۱۶ کلنې جګړې په ترڅ کې د اورپکو په منځ کې پیدا شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ای اېف پي ته وویل، «دا لومړی ځل دی چې په هلمند کې یو اروپایي تبعه ونیول شو،»

جرمني اخبار دي وېلټ راپور ورکړ، چې دغه سړی توماس ک. نومېږي چې له فرانکفورت سره نژدې د رینيلینډ پلاتیناتې اوسېدونکی دی او اسلام ته اوښتی دی.

د راپور په اساس، جرمني مقامات له ۲۰۰۹ کال راهیسې د هغه په هکله خبر ول، او هغه په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان ته تللی وو چې له طالبانو سره یوځای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500