ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۰ مه/ راپور ورکړ، چې د ایتلاف هوایي بریدونو د چارشنبې په ورځ /د کب ۹ مه/ په ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې د داعش د ترهګر ګروپ لږ تر لږه ۷ غړي ووژل.
د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو وویل، چې یوه هوایي برید د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۴ تنه اورپکي ووژل.
قول اردو وویل، چې له دې نه جلا، یوه بل هوایي برید د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په شمول، د داعش لږ تر لږه ۳ غړي ووژل.
د قول اردو په وینا، په یوه هوایي برید کې هم ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.