په کابل کې ځانمرګي موټربمي برید ۱۲کلن هلک وواژه

ای اېف پي

کابل -- د کورنیو چارو وزارت وویل، چې یوه خانمرګي موټربمي برید د جمعې په ورځ /د کب ۱۱ مه/ د کابل په ختیځه برخه کې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان په نښه کړ، چې لږ تر لږه یو ماشوم یې وواژه او ۲۲ نور کسان یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ای اېف پي ته وویل، «له بده مرغه، د سهار خواوشا ۹:۰۰ بجې د کابل په قابل بای سیمه کې یو موټربمي برید پېښ شو. د برید هدف د بهرنیو ځواکونو یو کاروان وو،» نوموړي زیاته کړه چې پولیس د پېښې پلټنه کوي.

د هغه مرستیال نصرت رحیمي وویل، چې یو ۱۲ کلن هلک ووژل شو او ۲۲ تنه ملکي کسان ټپیان شول. په کابل کې د ناټو قاطع ماموریت ای اېف پي ته وویل، چې هغوی ګوري چې آیا په چاودنه کې بهرنیانو ته څه تلفات وراوښتي دي.

په صحنه کې د ای اېف پي یوه خبریال وویل، یو اس سخت ټپي شوی وو او په صحنه کې په ګونډو پروت وو -- د هغه سر، خېټه او پښې سوزېدلي ول -- چې بیا د هغه پر حال د ترحم لپاره هغه همالته د چاقو په وسیله حلال کړای شو.

هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500