امنیتي ځواکونو په کابل کې د داعش ۲ مشکوک جیګپوړي غړي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ /د کب ۱۳مه/ راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست کارمندانو په کابل کې د یوه برید په ترڅ کې د داعش دوه مشکوک جیګپوړي غړي ونیول.

د ملي امنیت د ریاست د چارواکو په وینا، دغه نیونې داعش ته یو لوی ټکان دی.

دغه دوه مشکوک کسان، چې د عمر او احسان الله، په نومونو یاد شوي د تورونو له مخې په ترتیب سره په کابل کې د ترهګرې ډلې عملیاتي مشر او استخداموونکی دي.

په یادو دوه کسانو داسې تورونه لګېدلي چې د وږي په میاشت کې په امام زمان جومات باندې په مرګوني برید کې ښکېل ول.

د ملي امنیت د ریاست په وینا، امنیتي ځواکونو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دغو دوه کسانو لټون کاوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500