کندوز -- د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۵ مه/ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوه تنه طالب اورپکي د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ په کندوز ولایت کې د خپلو چاودېدونکیو موادو په وسیله ووژل شول.
اعلامیه لیکي، چې دغه پېښه په کندوز ښار کې په داسې حال کې وشوه چې اورپکو د سړک د غاړې بمونه جوړول.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغې چاودنې دوه تنه اورپکي، چې د قاري خالد او نورالله په نومونو یاد شوي او د ولایت په بېلابېلو برخو کې په ګڼو ترهګریزو پېښو کې ښکېل ول، ووژل.