جلال اباد -- د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ په ننګرهار ولایت کې د دغه ولایت یو جیګپوړی چارواکی وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.
د اعلامیې په اساس، ځانمرګي بمي بریدګر په جلال اباد کې ځان د ننګرهار د حج او اوقافو د رییس عبدالظاهر حقاني له موټر سره نژدې وچاوه.
په اعلامیه کې راغلي، چې چاودنې حقاني، د هغه ساتونکی او یو لاروی ووژل او ۱۶ تنه ملکي خلک یې ټپیان کړل.
هېڅ ډلې هم سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.