هلمند -- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې یو موټر او یو موټرسایکل، چې چاودېدونکي توکي په کې لګول شوي ول، ونیول.
د اعلامیې په اساس، مقاماتو دغه عملیات د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۵ مه/ په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره کړل چې ۶ تنه مشکوک کسان یې په کې ونیول.
اعلامیه زیاتوي، چې افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې پټنځایونه ویجاړ کړل.