امنیتي ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو تش په نامه والي وواژه

سلام ټایمز

فاریاب -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۶ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د طالبانو د تش په نامه والي په شمول ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

ځایي امنیتي چارواکو وویل، چې ذبیح غازي، چې د طالبانو له خوا د فاریاب لپاره د والي په توګه معرفي شوی وو، د هغو کسانو په ډله کې شامل دی چې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې په عملیاتو کې ووژل شول.‌

د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د غازي مړینه تایید کړه.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500