نړیوال بانک: افغانستان له ناامنۍ سره سره روغتیایي خدمتونه پیاوړي کوي

سلام ټایمز

واشنګټن ډي سي -- د نړیوال بانک د یوه نوي راپور په اساس،‌ افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د روغتیایي نتایجو، د روغتیایي خدمتونو د پوښښ او د روغتیایي سیستمونو د اجرأتو د پیاوړي کولو په برخو کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي.‌

دغه راپور، چې عنوان یې «له ناامنۍ سره سره پرمختګ: په افغانستان کې د روغتیایي نتایجو وده» دی،‌ د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۵ مه/ خپور شو.‌

له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې، د هغو ماشومانو شمېر، چې له پنځه کلنۍ څخه مخکې مري په ۱۰۰۰ کې له ۱۳۷ څخه ۹۱ ته راکم شو -- چې ۳۴٪ کمی په ګوته کوي.‌

د نړیوال بانک ګروپ کې د روغتیا، تغذۍ او وګړو د څانګې رییس ټیم ایوانس، وویل، «له روانې ناامنۍ سره سره،‌ د افغانستان روغتیایي لاسته راوړنې داسې یوه کیسه ده چې نړۍ باید ډېر څه ترې زده کړي،»

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان بریالیتوب کیدای شي د هغه «د روغتیایي پاملرنې د نوښتګرانه اجرأتو موډل» په سبب وبلل شي، چې روغتیایي خدمتونه یې اکثر د ځایي غیرحکومتي ادارو له خوا ترسره کیږي.‌

د دغه راپور په اساس، افغاني ادارې د هغو غیرحکومتي موسسو تر ۷۲٪ پورې جوړوي چې روغتیایي خدمتونه برابروي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500