امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې ۵ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د یوه قوماندان په شمول لږ تر لږه ۵ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي،‌ چې دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ په سره رود ولسوالۍ کې ترسره شول.

د اعلامیې په اساس، په مړو کې په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو مشر هم شامل دی.

مقاماتو ۱۲ کسان هم ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500