په کونړ کې د ایتلاف په هوایي برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر زوی ووژل شو

سلام ټایمز

کونړ -- ازادۍ راډېو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۷مه/ راپور ورکړ،‌ چې په کونړ ولایت کې د ایتلاف یوه هوایي برید د پاکستاني طالبانو د ترهګرې ډلې د مشر د زوی په شمول د یاد ګروپ له یو درجن څخه ډېر اورپکي ووژل.‌

د پاکستان استخباراتي چارواکو وویل، چې دغه هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ له افغان - پاکستاني سرحد سره نژدې د ځانمرګو بمي بریدګرو یو روزنیز کمپ وویشت.‌

په وژل شویو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله زوی عبدالله (چې د ایمان ډیري په نامه هم یادېده) او د ټي ټي پي دوه نورو سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي.

خامه پرېس راپور ورکړ، چې یادې ډلې محلي رسنیو ته په یوه اعلامیه کې د عبدالله مړینه تایید کړه، او زیاته یې کړه چې لږ تر لږه ۱۹ تنه نور اورپکي هم وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500