په ننګرهار کې د اورپکو راکټي برید ۷ ملکي کسان ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار-- د ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې اورپکو په ننګرهار ولایت کې په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي کسان ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اورپکو له خوا وار شوي یوه راکټ د یکشنبې په ماښام /د کب ۲۰ مه/ په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو موټر، چې ملکي کسان یې وړل، وویشت.

دوه ملکي کسان ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500