د افغانستان د سولې عالي شورا طالبان له دیني عالمانو سره مناظرې ته ور وبلل

سلام ټایمز

کابل -- اریانا نیوز د یکشنبې په ورځ /د کب ۲۰ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د سولې عالي شورا په اورپکو غږ کړی چې ورمخکې شي او له افغان علماو سره مناظره وکړي.

د سولې د عالي شورا یوه ویاند احسان طاهري وویل، «مونږ په طالبانو غږ کوو چې خپلو علماو ته اجازه ورکړي چې له افغان علماو او د نورو اسلامي هېوادونو له دین پوهانو سره یوه مناظره ترسره کړي،»

دغه بلنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې په پام کې ده د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان د پنجشنبې له ورځې /د کب ۲۴ مې/ نیولې د څلورو ورځو په مخه په جکارتا کې غونډه وکړي او په افغانستان کې جنګ ته د حل یوه لاره پیدا کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې دغه کانفرانس «غولوونکی» وباله او له هغه څخه په بایکاټ یې تاکید وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500