امنیتي ځواکونو په هرات کې یو ایرانی، چې د نشه ییزو توکو د قاچاق شک پرې کېده، ونیو

سلام ټایمز

هرات -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۲ مه/ په هرات ولایت کې یو ایرانی تبعه، چې ایران ته د ډېر مقدار هیرویینو د قاچاق کولو په هڅو تورن دی، ونیو.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، چې مشکوک کس ۲۹ کیلوګرامه هیرویین په خپل موټر کې ځای پرځای کړي ول او ایران ته په لاره وو چې د ایران - افغان پولې په اوږدو کې په اسلام کلا کې ونیول شو.‌

افغان چارواکي‌ په طالبانو تور لګوي چې خپل جنګونه د قاچاقو له لارې تمویلوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500