افغان یرغمل په ډراماتیکه توګه تېښته وکړه او ۷ طالب یرغمل نیوونکي یې ووژل

ای اېف پي

کابل -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۴ مه/ وویل، یوه افغان سړي، چې طالبانو یرغمل نیولی وو، له خپلو یرغمل نیوونکیو څخه په داسې حال کې چې هغوی لمونځ کاوه یو ټوپک پټ کړ، د هغوی له ډلې څخه یې ۷ کسان ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل او بیا یې په ډراماتیکه توګه تېښته وکړه.

د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال عبدالرؤف مسعود ای اېف پي ته وویل، اول خان او یو محلي پولیس افسر د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۳ مه/ په داسې حال کې وتښتول شول چې هغوی په دغه ولایت کې په موټر کې سفر کاوه.

افسر ووژل شو او اول خان، چې ۳۶ کاله عمر لري، په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو یوه مرکز ته بوتلل شو چې هلته هغه څو ساعته بندي کړای شو.

مسعود وویل، اول خان چې لاسونه یې تړل شوي ول، د ماسپښین د لمانځه پر وخت د خپلو یرغمل نیوونکیو له ډلې څخه د یوه کس ټوپک ور واخیست او ډزې یې پیل کړې.‌

د والي ویاند محمد رحمان ایاز ای اېف پي ته وویل، «اول خان په هغوی ټولو باندې د مرمیو باران وکړ، چې ۷ کسان یې په کې ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل،»

ایاز وویل، بیا اول خان په یوه پېک آپ موټر کې، چې تښتوونکیو پورې یې اړه لرله، وتښتېد.‌

د هغه ورور،‌ چې د ځایي پولیسو قوماندان دی،‌ د پېښې جزیات له مقاماتو سره شریک کړل.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته تایید کړه چې یادې ډلې دوه سړي تښتولي ول او دا چې اول خان په اورپکو باندې ډزې کړي دي.‌ مجاهد د وژل شویو کسانو شمېر درې یاد کړی دی.‌

طالبان اکثر وختونه د افغانانو او بهرنیانو په تښتونه کې لاس لري،او ځینې وختونه یې کلونه کلونه په دې هیله ساتي چې د بندیانو په تبادله کې ترې کار واخلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500