په کونړ او ننګرهار کې هوایي بریدونو د داعش ۱۱ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- ځایي خبري سرچینو د جمعې په ورځ /د کب ۲۵ مه/ راپور ورکړ چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هوایي بریدونو د داعش لږ تر لږه ۱۱ غړي ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وویل، چې افغان هوایي ځواک د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۴ مه/ په اچین ولسوالۍ کې د داعش یو پټنځای وویشت، او ۷ تنه ترهګر یې ووژل.‌

له دې نه جلا، خامه پرېس د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په کونړ ولایت کې د داعش ۴ تنه اورپکي ووژل.

قول اردو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هوایي برید د ماڼوکي ولسوالۍ ساحې وویشتلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500