د امریکا سفیر وایي، ایران طالبانو ته لوجیستیکي ملاتړ برابروي

سلام ټایمز

کابل -- په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان ر. باس په یوه مرکه کې چې دوشنبه /د وري ۶ مه/ خپره شوه، وویل، ایران طالبانو ته لوجیستیکي ملاتړ برابروي.

باس له بي بي سي پاړسي سره په مرکه کې، د ایران د مرستو له واضح کولو څخه پرته وویل، «څومره چې زه خبر یم، ایران طالبانو ته لوجیستیکي ملاتړ برابروي. البته، دغه ملاتړ پېچلی دی، په ځانګړې توګه په هغې برخه کې چې د ایران انقلابي ګارډ ښکېل دی. دا زمونږ لپاره سخته ده چې پوه شو چې ولې ایران فکر کوي چې په افغانستان کې جګړه به هغوی ته ګټه ور ورسوي،»

باس زیاته کړه، «دا د خندا وړ ده چې دواړه هېوادونه [ایران او روسیه] ادعا کوي چې متحده ایالاتپه افغانستان، سوریه یا شمالي عراق کې د داعش مسؤل دی، په داسې حال کې چې د داعش له غړو څخه ترلاسه شوي ثبوتونه ښیي چې اکثر یې روسي پاسپورټونه لري،»

ایران پخوا په متحده ایالاتو تور لګولی وو چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي،‌ چې دغه ادعا یې د ایتلاف له خوا د یادې ترهګرې ډلې د ځپلو لپاره د پراخو هڅو په واسطه غلطه ثابته شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500