تاشقند -- د افغانستان ولسمشر اشرف غني، چې په تاشقند کې په نړیوال کانفرنس کې خبرې کوي، په سیمه ایزو هیوادونو غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه کار وکړي.
د ازبکستان په پلازمینه کې دوه ورځنی کانفرنس د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۶ مه) پیل شو چې موخه یې په افغانستان کې د شخړو د هوارولو په اړه موافقه ترلاسه کول و. د ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو او سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړو.
طلوع نیوز راپور ورکړو چې د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۷ مه) په خپل بيان کې، غني د ترهګرۍ د ګډ ګواښ سره د مبارزې لپاره د سیمه ایزو هیوادونو ترمنځ په پیاوړي اړیکو ټینګار وکړ.
اشرف غني د سیمه ایزو هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان تر مشرۍ لاندې د سولې بهیر سره مرسته وکړي.
هغه زياته کړه، افغانستان به د سولې د ترلاسه کولو لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي. هغه زياته کړه، چې د فبرورۍ په ۲۸ مه په دوهم کابل پروسس کانفرنس کې د سولې پلان يو روښانه پيغام خپور کړ چې افغانستان دا جګړه پای ته رسول غواړي.
جوزجاني
ځواب ورکړئ1 تبصره